ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ولایتي روغتون د نسایي ولادي وارډ خپل فعالیت درولی

د بدخشان ولایتي روغتون د نسایي ولادي وارډ خپل فعالیت درولی

author avatar
8 Jul 2024 - 17:54
د بدخشان ولایتي روغتون د نسایي ولادي وارډ خپل فعالیت درولی
author avatar
8 Jul 2024 - 17:54

فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د بدخشان روغتیايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د ولایتي روغتون نسایي ولادي ۶۰ بستریز وارډ چې د نړۍوال روغتیایي سازمان له خوا تمولېده، خپل فعالیت درولی دی.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس ډاکټر شفق‌الله همدرد پژواک خبري اژانس ته وویل، د نسایي ولادي ۶۰ بستریز وارډ فعالیت د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا د بودجې نه ورکولو له امله درول شوی دی.

نوموړي وویل: «له اړوندو ادارو او ځایي مشرانو سره د دغه روغتیایي مرکز د فعالیت د دوام په موخه  تر اوسه زموږ هڅې بې نتیجې پاتې دي.»

هغه وایي، په بدخشان کې د نسایي ولادي ۶۰ بستریز وارډ بندېدل به په دغه ولایت کې د میندو او ماشومانو د مړینو احتمال ډېر کړي.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس وایي، دمګړۍ د دغه روغتون په ۳۰ بستریز وارډ کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ ناروغان تر روغتیایي مراقبت لاندې نیول کېږي چې په هر کټ کې څلور ناروغان بستر وي چې د هوا په ګرمېدو ناروغانو ته د ناروغیو سرایت موجود دی.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د بدخشان ولایتي روغتون د ۶۰ بستریز وارډ بودجه د نړۍوال روغتیايي سازمان له خوا ورکول کېده، خو اوس د بودجې بندېدو له امله د دې برخې فعالیت له اتو ورځو راهیسې درول شوی دی.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د ولایتي روغتون د ۶۰ بستریز وارډ د فعالیت درېدا تاییدوي، خو په دې اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.

ورته مهال، ځينې سرچینې وایي چې درې میاشتې مخکې د بدخشان ۶۰ بستریز ولایتي روغتون درېیو متخصصینو استعفا ورکړې وه او اوس د دغه وارډ په بندېدو سره ۷۳ کارکوونکي بېکاره شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.