Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېیو ولایتونو کې د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د دوو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د هېواد په درېیو ولایتونو کې د نږدې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د دوو نورو چارې پیل شوې.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز، بره‌کي برک او خروار ولسوالیو کې د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو چارې بشپړې شوې.

خبرپاڼه کاږي، په دغو شبکو کې د درېیو ژورو څاګانو کيندل، د ۵۰ او ۶۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د درېیو زېرمو جوړول، د ۸۰ سولري تختو او کور په کور د ۴۰۰ شیردهنونو نښلول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو شبکو د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۸۶۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د یاد وزارت له لوري نن په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د فراه د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې د ۶،۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې چارې پيل شوې.

د خبرپاڼې په حواله، په یاده شبکه کې د ۴۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې زېرمې جوړول، د ۶۰ سولري تختو نښلول او د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو به يې د نوموړي کلي ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري نن په یوه بله جلا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کاپیسا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د څه باندې پنځه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.

د خبرپاڼې په حواله، په یاده شبکه کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کيندل، د ۱۸ سولري تختو نښلول، د پاکو اوبو د دوو زېرمو جوړول چې هره زېرمه ۳۰ متر مکعب وړتیا لري، د ۱۵۹ شیردهنونو نښلول او د ۵۲۸۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو به يې د نوموړې ولسوالۍ ۲۵۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.