Language

ازبکستان کې د ا.ا پلاوي له لوري د نهایي شوو موضوعاتو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په ازبکستان کې د اسلامي امارت پلاوي له لوري د نهایي شوو موضوعات د تعقیب لپاره یې ځانګړې کمېټې ټاکلې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ‎جوړه شوې غونډه کې د اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو د مسوولینو له لوري ازبکستان ته د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال د نهايي شوو موضوعاتو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکل شوې.

سرچېنې لیکلي، په دغه غونډه کې ټاکلو شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه څو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ متوازن بیلانس، د باروړونکو موټرو د شمېر زیاتوالي، د حیرتان بندر د خدماتو ۲۴ ساعته کول، د ګډې سوداګریزې خونې جوړېدل، په ترمذ کې د افغان – ازبک ګډ سوداګریز مرکز څخه د استفادې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین اړوندو هوکړه‌لیکونو د نهایي کولو موضوعات په جدي ډول تعقیب او په ټاکلو وختونو کې یې راپورونه د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

سرچېنې دغه‌راز لیکلي، په دغه غونډه کې همدا راز یادو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې  د اوسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبک پانګوالو د پانګونې، په افغانستان کې د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدو، د ترمذ- مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو کې د ازبکستان د همکارۍ، د نایب آباد سټېشن د پراختیا، د سورخان- پلخمري د برېښنا لېږد په برخه کې د ازبکستان د پانګونې او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خپل راپورونه جوړ او اقتصادي معاونیت ته یې وسپاري.

اقتصادي معاونیت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو د یادونې ده چې په تېر یو کال کې څو بېلابېلو افغان پلاوو ازبکستان ته رسمي سفرونه کړي وو.