Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړي اسیایي سیالیو کې د درېیم مقام له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سوک‌وهنې ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د درېیم مقام له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سوک‌وهنې ملي فدراسیون درې لوبغاړي د سوک‌وهنې په اسیایي سیالیو کې د درېیم مقام له ګټلو وروسته نن له غرمې مخکې هېواد ته راستانه شول او د ورزش ادارې له لوري یې تود هرکلی وشو.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستانه مجتبی حیدري په ۴۸ کیلوګرام وزن کې، فردوس نجیب په ۷۵ کیلوګرام وزن او احمدعلي ملک‌زاده په ۵۷ کیلوګرام وزن کې ګډون کړی و.

همدارنګه په دغو سیالیو کې احمدعلي ملک‌زاده له خپل قرغیزستاني سیال څخه ماتې وخوړه او په سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو خو مجتبی حیدري او فردوس نجیب خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره نیمه‌پایلوبې ته لار پیدا کړه.

دغه راز، په نیمه‌پایلوبه کې مجتبی حیدري له خپل اذربایجاني سیال او فردوس نجیب له خپل ازبکستاني سیال څخه ماتې وخوړه او په دغو لوبو کې یې د برونزو مډالونه وګټل.

د یادونې ده، د سوک‌وهنې اسیایي سیالۍ په روسیه کې ترسره شوې.

 

بشا

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.