ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

پکتیکا کې د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
9 Jul 2024 - 17:19
پکتیکا کې د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
9 Jul 2024 - 17:19

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، پکتیکا کې د څه باندې ۲۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او خوست کې د ۹،۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو چارې پیل شوې.

دغه‌راز، کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او سمنګان کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومترو په اوږدوالي د دوو سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د خلکو په مشرۍ د پراختیا مؤسسې  (CDDO) په مالي مرسته د یاد ولایت په  اورګون او یوسف‌خېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۲۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د کار په لړ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.

د یاد وزارت له خوا په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ناروې یوې مؤسسې په مالي مرسته د دغه ولایت د مرکز متون اړوند په ورده خېل،حبش خېل او کونډیو کليو کې د ۹،۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو شبکو د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د دغو کلیو ۵۲۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

دغه‌راز، یاد وزارت ویلي چې د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په مالي مرسته د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په عرب کابلي بالا او کوکه بلاق پائین کلیو کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومترو په اوږدوالي د دوو سړکونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.

سرچینه وایي، دغه سړکونه د پنځو مترو په سور په بنسټیزډول جوړ شوي چې د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړو کلیو د ۲۸۳ کورنیو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت همدارنګه په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ډانيډا مؤسسې په مالي مرسته د دغه ولایت د مرورې ولسوالۍ په ډبونو کلي کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړي کلي ۵۳۸ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

یاد وزارت همدارنګه ویلي، د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د ماليې وزارت له بودېجې د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ په جرنالک سیمه کې د څه باندې ۱،۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې.

سرچینه وایي، د یاد کانال د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او دغه کانال به د دغه سیمې زرګــــونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.