ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي

بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي

author avatar
9 Jul 2024 - 16:57
بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي
author avatar
9 Jul 2024 - 16:57

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت تازه ټاکل شوی سرپرست وايي، د اقتصادي بریالیتوب لپاره یوازېنۍ وسیله کانونو دي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د مالیاتو فشار پر خلکو کم کړي او دا کار هغه مهال کېږي چې کانونه په ښه توګه مدیریت شي.

ملا هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د یاد وزارت کارمندانو ته او شېخ شهاب‌الدین دلاور د سرې میاشتې ټولنې د رییس په توګه د یادې ادارې کارکوونکو ته نن د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ور وپېژندل شول.

بدري د معرفي کولو په غونډه کې وویل، تغییر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په دې کور کې به هر څوک خپل مسوولیت د مشرتابه له لزوم دید سره سم ادا کوي.

دی وايي، د ځمکې پېژندنې د پوهانو د تازه څېړنو له مخې، د افغانستان شته معدني زېرمې شاوخوا درې تریلیون ډالر ارزښت لري خو د تېرو څو لسیزو ناخوالو په پایله کې له دغو زېرمو څخه ګټه نه ده پورته شوې.

هغه زیاته کړه، د اقتصادي بریالیتوب لپاره یوازېنۍ وسیله معادن دي چې باید په ښه توګه مدیریت شي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د مالیاتو فشار پر خلکو باندې کم شي او دا کار هغه مهال ترسره کېږي چې معادن په ښه توګه مدیریت شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغانستان کې له سیاسي بدلون مخکې ډېر معادن په قاچاقي توګه بهر ته انتقالېدل خو اوس یې مخه نیول شوې ده.

بدري همدارنګه وویل، کانونه د افغانستان د ولس پانګه ده او باید د ولس د ارامۍ، سوکالۍ، د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره وکارول شي.

هغه د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د معادنو په ساتلو کې خپل ملي مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ او تاسو به ګډ د معادنو لپاره اساسي کرښې او لومړیتوبونه وټاکو، داخلي او بهرنۍ پانګونه به جذبوو، هڅه به کوو چې معادن په داخل کې پروسس او د خامو موادو د صادراتو مخه ونیول شي، قراردادونه په بشپړ شفافیت سره طی مراحل کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت مخکني سرپرست او د سرې میاشتې ټولنې نوي سرپرست شېخ شهاب‌الدین دلاور د معرفي په مراسمو کې د اسلامي امارت له مشرتابه پر اطاعت کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، نظام چې خرابېږي په جنجال د مشرانو خرابېږي.

دی وايي، هغه مهال چې د کانونو وزارت ته راغی، قسم یې وکړ چې له کانونو به جایزه او ناجایزه استفاده نه کوي.

هغه زیاته کړه چې یوازې د اسلامي نظام لپاره به نور هم خدمت وکړي.

دلاور همدارنګه وویل: «معادن د افغانستان هغه امانت دی چې د شوربازار هندو هم په کې حق لري، په دې کې غفلت په ورځ د قیامت د شوربازار د هندو به هم لاس زموږ په ګرېوان کې وي.»

د سرې میاشتې ټولنې مخکني سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص په یاده غونډه کې وویل چې اطاعت د اسلامي نظام مزایا ده او دغه راز د یادې ټولنې نوي سرپرست شېخ شهاب‌الدین دلاور د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د چنګاښ په ۱۶مه د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه او د یاد وزارت مخکنی سرپرست شېخ شهاب‌الدین دلاورد افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه وټاکل شول.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.