Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د موټرو پر ښیښو د بې‌ځایه لیکل شوو پیغامونو او انځورونو پاکولو کمپاین پیل شو

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د موټرو پر ښیښو د لیکل شوو نامناسبو پیغامونو او لګول شوو انځورونو د پاکولو کمپاین پيل کړی دی.

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شفیق‌الله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه کار لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

هغه وایي: «پرځینو موټرو د حیواناتو او نور نا مناسب انځورونه لګول شوي چې هېڅ پیغام نه لري همدارنګه ټولې هغه  کلیمې چې ټولنې ته پیغام ونه لري هغه هم پاکوو.»

په ورته مهال، د پلخمري ښار یو موټر چلوونکی دین محمد وایي: «ځینې کسان پر موټرو د لړمانو او نورو حیوانانو عکسونه لګوي هغه دې پاک شي خو هغه کلیمې چې موټرو د ښایست لامل کیږي پاکول به یې ما او نور موټروانان خفه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې پر بهرنیو ژبو د لیکل شوو دړو د پاکولو کمپاین پيل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.