جلالاباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) په مالي مرسته یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي.
د ننګرهار ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره د چنګاښ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار پوهنې رياست تر چتر لاندې د جاپان سفارت اړوند د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې یا JICA د ۱۱ میليونه افغانيو په لګښت کوز کونړ ولسوالۍ کې پرون د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار د پوهنې د رييس مفتي حبيب حضرت حقاني له قوله راغلي چې د بډيالۍ د هلکانو لېسې دا ودانۍ به د احاطی دیوال، شپږ درسي خونې، يوه اداري خونه، پنځه تشنابونه او نور اړين ملحقات ولري.
دغهراز، د دغې ودانۍ د جوړېدو چارو د پرانېستې پرمهال د ننګرهار ولایت مقام د بشري سرچينو رييس مولوي محمدطاهر جلالي د پوهنې په برخه کې هر مثبت ګام د هېواد پرمختګ وباله او د ولايت مقام له لوري يې د پوهنې په برخه کې د پرمختګونو، نوښتونو او ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ننګرهار ولایت د پوهنې رياست وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د شاوخوا شلو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP