ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې

مسوولین: د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې

author avatar
9 Jul 2024 - 16:47
مسوولین: د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې
author avatar
9 Jul 2024 - 16:47

هرات (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د هرات د اسلام‌کلا بندر مسوولین او د ترانزیټي شرکتونو استازي وايي چې د دغه بندر له لارې د صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې او د توکو ترانزیټ لپاره نوې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د هرات په سلام‌کلا بندر کې د ترانزیټي شرکتونو یو مسوول غلام‌رسول وايي چې د توکو ترانزیټ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه دوه نوي پارکینګونه جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا مهال د اسلام‌کلا بندر ګمرک تل پرانیستی وي او تر کله چې کار وي خپل فعالیت ته دوام ورکوي چې دغه کار د سواګرو د هرکلي ترڅنګ د ډېر اسانتیاوو رامنځته کولو لامل هم شوی دی.

په اسلام‌کلا بندر کې د صادراتو برخې استازي محمدرضا نورزي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه بندر له لارې ایران او نورو هېوادونو ته د معدني توکو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو کچه لوړه شوې ده.‎

هغه زیاته کړه چې مخکې به د ورځې ۵۰ تر ۶۰ بار وړونکي موټر له دغه بندره تېرېدل، خو اوس دغه شمېر ۲۸۰ تر ۲۹۰ ته رسېدلی دی.

اسلام‌کلا بندر د افغانستان د یوه مهم ترانزیټي مرکز په توګه، سوداګرو ته د صادراتو کچې لوړېدو او د نړۍوالې سوداګرۍ د زمینې برابرېدو برخه کې اساسي رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه مدیر محمدیوسف امین هم د اسلام‌کلا بندر له لارې له هېواده په صادراتو کې د لس سلنه ډېروالي خبر ورکوي.

نوموړي وویل چې د اسلام‌کلا بندر له لارې بېلابېلو هېوادونو ته معدني توکي، حیواني محصولات، کرنیز توکي، غیرالکولي نوشابې او د مرمرو ډبرې صادرېږي.

هغه څرګنده کړه چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې صادرات د تېر کال د همدغه وخت په پرتله ۱۰ سلنه ډېر شوي دي.

ورته مهال، په یاد ولایت کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي چې د صادراتو ډېروالی او د صادراتو ګراف لوړېدل د هېواد د اقتصادي بېلانس لامل کېږي.

یوه اقتصادي کارپوه ګلاب حیدري پژواک ته وویل، د اسلام‌کلا بندر کې رامنځته شوې اسانتیاوې کولای شي د کار زمینه برابره کړي، د انفلانسیون کموالي او د اسعارو نرخ کنټرولېدو لامل شي او باید په دې برخه کې د حکومت له لوري لا ډېر اقدامات ترسره شي.

یوه سوداګر او صادرکوونکي بازمحمد د سوداګریزو اسانتیاوو او د حکومت له لوري بهر ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د صادراتو زمینې برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، اوسمهال ډېری سوداګر لېوالتیا لري چې په دې لړۍ کې شریک شي.

نوموړی هیله‌من دی چې د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به لګښتونه او د توکو کرایه کم شي او بهر ته د افغان سوداګرو د توکو صادرولو لړۍ به لا وغوړېږي.

ورته مهال، د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست د اسلام‌کلا بندر له لارې د صادراتو له ډېروالي په هرکلي وايي، تر اوسه د یاد بندر له لارې بېلابېلې محمولې (جوپې) د متحده عربي امارتو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت د یاد مطلب د بیان ترڅنګ وویل، ډېری صادراتي توکي نوشابې، کرنیز محصولات او معدني توکي دي او هڅه کېږي چې زراعتي محصولات تر نورو ژر صادر شي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.