Language

د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاٌ سختو ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو له احتمال څخه خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (د چنګاښ ۱۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن او سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست، او پکتیا ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او د ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینه دغه‌راز زیاته کړې، د سالنګونو په ګډون د هېواد په لوېدیځ، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.