Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امر بالمعروف وزارت: یوناما دې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د مسلمانانو احساسات ژوبلوي

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له یوناما غوښتي چې د اسلامي احکامو د تطبیق په اړه له داسې څرکندونو ډډه وکړي چې د مسلمانانو احساسات ژوبلوي.

پرون د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې وې.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱  کال د اګسټ له ۱۵مې بیا د ۲۰۲۴  کال د مارچ تر ۳۱مې، یوناما لږ تر لږه ۱۰۳۳ قضیې، ۲۰۵ مورده د ښځو او ۸۲۸ نورې د نارینه‌وو پر وړاندې مستندې کړې چې په هغو کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت برحالو کارکوونکو د حکمونو عملي کولو پر مهال له زوره کار اخیستی چې د خلکو د ازادۍ، بدني او روحي روغتیا د نقض لامل شوی دی.

د امر بالمعروف وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس او ویاند مولوي عبدالغفار فاروق نن په یوه غږیز پیغام کې ویلي، یوناما چې په خپل تازه راپور کې د دغه وزارت د پروسیجر په اړه له حقیقته لرې نیوکې کړې، بې‌بنسټه ادعاوې دي او ردوي یې.

نوموړی وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د هېواد د ټولو اتباعو هغه که نارینه او یا هم ښځینه دي، شرعي حقوق تامین شوي دي.

هغه زیاته کړې، افغانستان یوه مسلمانه ټولنه ده او د اسلامي نظام دنده ده چې د شریعت احکام د قوانینو په څېر تطبیق او پلي کړي.

نوموړي ویلي: «له یوناما غواړو چې د اسلامي احکامو د تطبیق په اړه له داسې څرکندونو ډډه وکړي چې د مسلمانانو احساسات ژوبلوي.»

دغه راز، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د یاد راپور په غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امر بالمعروف وزارت د پروسيجر په اړه د یوناما نیوکې بې‌ځایه دي، کوم احکام چې د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له خوا توصیه کېږي، هغه معلوم اسلامي احکام دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.