لښکرګاه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې د دوو مهال عملیاتو پر مهال درې انسانتښتوونکي او ۱۳.۵ کیلوګرامه هیروین نیولي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یې د لښکرګاه ښار په دوېیمه امنیتي حوزه کې درې انسانتښتوونکي نیولي دي.
هغه وویل چې یادو کسانو غوښتل یو تن وتښتوي او بیا یې د پیسو په مقابل کې خوشې کړي خو د امنیتي ځواکونو له لورې د دوه میله تومانچو سره ونیول شول.
حقاني دغه راز وویل چې په لښکرګاه ښار کې یې ۱۳.۵ کیلوګرامه هیروین نیولي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، یاد نشهیي توکي له لښرګاه څخه کابل ته او بیا له کابل څخه بهر هېوادونو ته قاچاق کېدل.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.