غزنيښار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): غزني ښار کې د مور او ماشوم ځانګړي روغتیایي مرکز ته د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په غزني کې د ناروې کمېټې مسوول امینالله حکمت وايي، د مور او ماشوم روغتیایي مرکز ودانۍ پر جوړولو شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې نهه خونې لري او پر مجهزو وسایلو سمبال شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دغه روغتون د ودانۍ لپاره ځمکه د غزني عامې روغتیا ریاست ورکړې او ودانۍ یې د ناروې کمېټې له لوري جوړه شوې ده.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې یاد روغتون د دغه ولایت په کچه لومړی روغتیایي مرکز دی چې ټول کارکوونکي یې ښځې ټاکل شوې دي او په دې سره به د میندو او ماشومانو د مړینو کچه راټيټه شي.
ورته مهال، د غزني والي حافظ امینجان عمري له ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو وغوښتل چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم دغه ډول روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
د یادونې ده، د یاد روغتیایي مرکز د ودانۍ د پرانیستې مراسمو په ترڅ کې دغه مرکز ته د یوې بلې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د مسوولینو په خبره، نوې ودانۍ به هم د ناروې کمېټې له لوري جوړه شي چې نهه خونې به ولري.
Views: 19
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP