پلعلم (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوې دي.
د یاد وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري نن په لوګر کې یوې غونډې ته وویل، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خلکو ترمنځ د اوسنیو او پخوانیو شخړو او دښمنیو هواري په موخه کمېټه ټاکلې ده.
هغه زیاته کړه، واک ته د اسلامي امارت له دویم ځل رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوې دي.
ورته مهال، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني وویل، د اسلامي امارت ټولې ادارې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او د هرې ادارې مشر مسوولیت لري چې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، تېره ورځ یې د لوګر په ځینو ولسوالیو کې شته ستونزې له رییسالوزرا سره شریکې کړې دي او د هواري لپاره به یې ډېر ژر ګام پورته شي.
دغه راز، د لوګر دوو قومي مشرانو مولوي عبدالرحمن او محمدسالم نعیمزوی یادې غونډې ته وویل چې حکومت دې په دغه ولایت کې د پوهنې، کرنې، روغتیا او بیارغونې برخو کې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
لوګر کې دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې وه چې تېره ورځ د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیمهییزو چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب یوه ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP