Language

هلمند کې یو ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند سمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یو ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د ګرمسېر ولسوالۍ په ځنځیري ډراب سیمه کې شوې ده.

هغه وویل، یاد ماشوم د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او خپل ژوند یې لاسه ورکړی دی.

دی وایي، د دغه ماشوم مړی د امنیتي کسانو له لوري له اوبو را ایستل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

Related Topics