ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات ښار کې یو لوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

هرات ښار کې یو لوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
10 Jul 2024 - 18:10
هرات ښار کې یو لوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
10 Jul 2024 - 18:10

هرات (پژواک، ٢٠ چنګاښ ١٤٠٣): د هرات ښاروالي د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پُله له جوړېدو خبر ورکوي او وایي چې له دغه پُله به د هرات ښاریان، د انجیل، ګذرې او ادرسکن ولسوالیو د څلور سوه کليو خلک ګټه اخلي.

د هرات د ښاروالۍ مرستیال مولوي جلال‌الدین حق‌دوست د دغه پله په پرانیست‌غونډه کې وویل چې د هرات ښار لسمې ناحیې په سه پلک‌ها سیمه کې د نوي پله جوړولو چارې چې اته میاشتې مخکې د بنیاد تابش ودانیز شرکت له خوا پیل شوې وې، بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه وایي چې دغه پُل ۳۵ متره اوږدوالی او ۱۲،۷۰ متره سور لري او د ښاروالۍ له خوا په شاوخوا ۸،۵ میلیونه افغانۍ جوړ شوی دی.

د هغه په خبره چې له دغه پله به د هرات ښاریان، د انجیل، ګذرې او ادرسکن ولسوالیو د څه باندې ۴۰۰ کلیو خلک ګټه اخلي.

بلخوا، د هرات ښار د لسمې ناحیې د سه پلک‌ها سیمې اوسېدونکي د دغه پله د کار پر بشپړېدو خوښي څرګندوي او له ښاروالۍ غواړي څو په دې ناحیه کې نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي عبدالصمد پژواک ته وویل، د دغه پله په جوړېدو نه یوازې د سه پلک‌ها سیمې، بلکې د درېیو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.

نوموړي د دغه ولایت له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې نورې پروژې، په ځانګړي ډول د سړکونو جوړولو پروژې هم پلې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.