کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نن په کندوز ولایت کې د کرکټ اووم پړاو یو ورځنۍ لېسټ اې سیالۍ پیل شوې.
کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د دغو سیالیو د پرانیستې مراسم نن سهار د کندوز د کرکټ ملي لوبغالي کې د کرکټ بورډ د عمومي رییس، د کندوز د والي، د کورني کرکټ څانګې د مسوول، د کندوز امنیې قوماندانۍ او اتصالات مخابراتي شرکت د استازو په حضور کې ترسره شول.
په یادو سیالیو کې څلور لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز برخه لري چې د جولای تر ۲۵مې به دوام ولري.
په دغو سیالیو کې لومړنۍ لوبه نن د میوند اتلانو او پامیر لیجېنډز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دغه راز، په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ وتلي او غوره لوبغاړي او له ۱۹ کلنو د کمعمره ملي لوبډلې لوبغاړي لوبېږي.
د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، له یادو سیالیو وروسته به په راتلونکې اګسټ کې نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ او دغه راز د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ ترسره شي.
Views: 6
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP