Language

ډبلیو‌اېچ‌او: د دخانیاتو نه‌کارول او له سبزیجاتو او مېوو ډېره استفاده د سرطان خطر کموي

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د دخانیاتو نه کارول او له سبزیجاتو او مېوو ډېره استفاده پر سرطان د اخته کېدو خطر را کموي.

د روغتیا نړۍوال سازمان نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه «څرنګه کولای شئ چې پر سرطان د اخته خطر را کم کړئ» تر عنوان لاندې یو پیغام خپور کړی دی.

دغه پیغام کې راغلي: «د سګرېټو او تمباکو له استعماله ډډه وکړئ، د ډېرې کالورۍ لرونکي خواړه لږ استفاه کړئ، مېوې او سبزي‌جات ډېر وخورئ په منظم ډول فزیکي فعالیتونه تر سره کړئ.»

سرچینې لیکلي چې توصیه شوي واکسینونه بشپړ کړئ، خپل وزن مو مناسب وساتئ.