Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې ناپیژانده کسانو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپیژانده کسانو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، په وژل شویو کسانو کې یو خاوند او مېرمن یې او یوه یې  د مېرمنې د خور لور شامله ده.

هغه وویل چې یاد کسان تېره شپه د اوومې امنیتي حوزې اړوند میرویس مینه کې په خپل کور کې وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند د یادې پېښې په اړه نور معلومات ور نه کړل خو وایي، پېښه شخصي ده او د امنيتي ځواکونو له خوا د مجرمینو د نیولو چټکې هڅې روانې دي.

د یادې کورنۍ یو نږدې خپلوان قدرت‌الله هم دغه پېښه تاییدوي او وایي چې یاد کسان په ډېرې «بې‌رحمۍ» سره وژل شوي دي.

دی وایي چې دغه کورنۍ له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

یوه بله سرچینه بیا وایي چې په دغه کورکې همدا درېیو کسانو ژوند کاوه او د کورنۍ نور غړي یې له هېواده بهر دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.