Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې د قانوني جواز نه لرلو له امله ۱۵ موټرسايکل پلورنځي وتړل شول

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د عدليي رياست له لوري په جلال‌اباد ښار کې هغه ۱۵ موټرسايکل پلورنځي تړل شوي چې د فعاليت قانوني جوازونه يې نه درلودل.

د ننګرهار ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د عدليي رياست د انسجام امريت له لوري جلال‌اباد ښار کې ۱۵ موټرسايکل پلورنځي وتړل شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغو موټرسايکل پلورنځيو قانوني جواز نه درلود او غيرقانوني فعاليت يې کاوه.

سرچينه وايي، د يادو موټرسايکل پلورنځيو مالکانو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو کاروبارونو د دوام په موخه بايد ژر تر ژره قانوني جوازونه ترلاسه کړي.

بلخوا جلال‌اباد ښاريان هم د عدليي رياست له دې کړنې خوښ دي او دا د پېښو د مخنيوي لپاره ګټوره چاره ګڼي.

د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی سليمان وايي، بې جوازه موټرسايکل پلورنځي د غلا موټرسايکلونه هم پلوري؛ ځکه کوم قانوني سند نه لري چې موټرسايکل سره يې ورکړي خو که قانوني جواز ولري بيا د خپل جواز په خاطر هم ناقانونه کار نه شي ترسره کولی.

که څه هم د تېر جمهوري نظام په وروستيو کې جلال‌اباد ښار کې د موټرسايکلونو پر چلولو بنديز لګېدلی و خو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له سياسي تحول وروسته بېرته د موټرسايکلونو د ګرځولو اجازه ورکړل شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.