جلالاباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د عدليي رياست له لوري په جلالاباد ښار کې هغه ۱۵ موټرسايکل پلورنځي تړل شوي چې د فعاليت قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د ننګرهار ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د عدليي رياست د انسجام امريت له لوري جلالاباد ښار کې ۱۵ موټرسايکل پلورنځي وتړل شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغو موټرسايکل پلورنځيو قانوني جواز نه درلود او غيرقانوني فعاليت يې کاوه.
سرچينه وايي، د يادو موټرسايکل پلورنځيو مالکانو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو کاروبارونو د دوام په موخه بايد ژر تر ژره قانوني جوازونه ترلاسه کړي.
بلخوا جلالاباد ښاريان هم د عدليي رياست له دې کړنې خوښ دي او دا د پېښو د مخنيوي لپاره ګټوره چاره ګڼي.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی سليمان وايي، بې جوازه موټرسايکل پلورنځي د غلا موټرسايکلونه هم پلوري؛ ځکه کوم قانوني سند نه لري چې موټرسايکل سره يې ورکړي خو که قانوني جواز ولري بيا د خپل جواز په خاطر هم ناقانونه کار نه شي ترسره کولی.
که څه هم د تېر جمهوري نظام په وروستيو کې جلالاباد ښار کې د موټرسايکلونو پر چلولو بنديز لګېدلی و خو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له سياسي تحول وروسته بېرته د موټرسايکلونو د ګرځولو اجازه ورکړل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن