ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې له یوه ځوانه سر پرې شوی

د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې له یوه ځوانه سر پرې شوی

author avatar
11 Jul 2024 - 15:22
د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې له یوه ځوانه سر پرې شوی
author avatar
11 Jul 2024 - 15:22

میمنه (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې له یوه ۱۹ کلن ځوانه سر پرې شوی او د پېښې په تړاو د هغه خسر نیول شوی دی.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناپېژانده کسانو د بلچراغ ولسوالۍ په نیشر سیمه کې له یوه ځوانه چې ازاد کاروبار او تراکتور یې درلود، سر پرې کړی دی.

فرقاني زیاته کړه: «تر اوسه د قتل علت‌ او انګېزه نه دي معلوم، له دغه ځوانه په داسې حال کې سر پرې شوی چې یو ملګری یې څنګ ته ویده و خو پرې خبر شوی نه دی.»

خو د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر وویل، د مقتول خسر د دې قضیې په تړاو نیول شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

یوې باوري سرچینې چې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، مقتول له چا سره دُښمني نه لرله، څه موده مخکې یې له یوې نجلۍ سره د ۸۰۰ زره افغانیو ولور بدل کې کوژده کړې وه، ۴۰۰ زره افغانۍ یې ورکړې وې او هڅه یې کوله پاتې پیسې هم ورکړي او واده وکړي.

د مقتول یو خپلوان قاري عزت‌الله وایي، دغه کس یو دوکان او یو تراکتور درلودل، تېره شپه له خپل دوکان سره نږدې د سړک پر سر له یوه بل کس سره ویده و چې سر ترې پرې شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.