Language

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مراکش ته لوبه وبایلله

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډلې له مراکش سره د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.

دغه سیالي تېره شپه په مراکش کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، افغانستان خپله لومړۍ دوستانه لوبه مراکش ته ۴ پر ۱ وبایلله.

دغه سیالي د دواړو لوبډلو په خوښه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ په روان ۲۰۲۴ کال کې د کېدونکي نړۍوال جام سیالیو لپاره د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغانستان به خپله دویمه دوستانه لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه له مراکش سره ترسره کړي.