ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سږ کال پر درې زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې

بلخ کې سږ کال پر درې زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې

author avatar
11 Jul 2024 - 12:57
بلخ کې سږ کال پر درې زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې
author avatar
11 Jul 2024 - 12:57

مزارشریف (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر درې زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې چې د تېر کال پر پرتله یې کرکیله لس سلنه ډېره شوې ده.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په څلور ولسوالیو شولګره، کشندې، کلدار او شورتیپې کې پر درې زره هکتاره ځمکه شولې کرل شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې سږ کال د مناسبې هوا او د بارانونو ورېدو له امله د شولو کرکیله لس سلنه ډېره شوې او په وینا یې، د تېرو کلونو په پرتله به یې په حاصلاتو کې هم د پام وړ ډېروالی راشي.

هغه دغه راز وویل، سږ کال د کرنې ریاست او یو شمېر همکارو موسسو کروندګرو ته د شولې د کرنې نوی کتاري کښت ور زده کړی او یو شمېر کروندګرو ته یې کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه هم وېشلي دي.

بلخوا، د دغه ولایت کروندګر وایي، که حکومت یې ملاتړ وکړي کولای شي د هېواد د اړتیا وړ وریجې تولید کړي.

د شولګرې ولسوالۍ یوه کروندګر سراج‌الدین پژواک ته وویل چې حکومت ورسره تر دې دمه هيڅ ډول مرسته نه ده کړې او ده په خپل شخصي لګښت کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه پېرلي دي.

هغه زیاته کړه، د ده په ګډون ډېری کروندګر د کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو پېرلو توان نه لري او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

یو بل کروندګر عبدال‌محمد بیا د کیمیاوي سرې د بیې له لوړوالي شکایت کوي او وایي چې د تېرو کلونو پر پرتله یې په بیه کې لوړوالی راغلی دی.

هغه زیاتوي، که حکومت له کروندګرو سره همکاري وکړي، کولای شي د هېواد د اړتیا وړ وریجې تولید کړي.

د یادونې ده، د بلخ شولګره ولسوالي یو له هغه سیمو ګڼل کېږي چې د ښې هوا او پریمانه اوبو درلودو له امله په کې تر ډېره شولې کرل کېږي، له همدې امله یې شولګره بولي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.