Language

ځينو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو برخو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، سېلابونو او په سیندونو کې د اوبو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۲مې تر ۲۳مې د سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو احتمال شته دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کابل، هلمند او پنج امو سیندیزو حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سېلابونو راوتو احتمال شته او دغه راز د بدخشان، تخار، پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، میدان‌وردګو، پکتیا او خوست سیندونو په مسیرونو کې د سېلابونو راوتلو او د واورو ویلې کېدو له امله د اوبو ډېرېدو اټکل شوی دی.

سرچینې د یادو سیمو له خلکو غوښتي څو د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د لاندینو سیمو خلکو ته دې خبر ورکړي څو له انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

Related Topics