ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه – کندهار لویې لارې د پراخولو او قیراچونې چارې پیل شوې

د لښکرګاه – کندهار لویې لارې د پراخولو او قیراچونې چارې پیل شوې

author avatar
11 Jul 2024 - 14:27
د لښکرګاه – کندهار لویې لارې د پراخولو او قیراچونې چارې پیل شوې
author avatar
11 Jul 2024 - 14:27

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي، د څه باندې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د لښکرګاه – کندهار لویې لارې د ۱۱ کیلومتره سړک د پراخولو او قیراچونې چارې پیل شوې.

د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سړک د انکشافي بودجې په لګښت جوړېږي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه وویل چې په دغه پروژه کې د یادې لویې لارې د ۱۱ کیلومتره سړک پراخول او قیراچول شامل دي چې ټولټال به پرې څه باندې ۱۹ میلیون افغانۍ لګښت راشي.

د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي عبدالمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه سړک چې اوس په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، دا به زیات ګټور تمام شي، مخکې پر دغه سړک باندې زیاتې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېدلې، اوس چې پراخه کېږي د هغه ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي.»

د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم په لښکرګاه ښار کې د درېیو میلیون افغانیو په لګښت د ویالو جوړولو چارې پیل شوې وې.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.