ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی

author avatar
11 Jul 2024 - 17:42
ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی
author avatar
11 Jul 2024 - 17:42

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په دره‌نور ولسوالي کې د دوه کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال د دغه ولايت د دره‌نور ولسوالۍ په شيمول سيمه کې د حبيب‌الله او ملک مست‌علي کورنيو د غړو ترمنځ شخړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د شخړې پر مهال د ملک مست‌علي کورنۍ له خوا د حبيب‌الله زوی په ډزو وژل شوی دی.

دی وايي، اصلي قاتلين له سيمې تښتېدلي خو په تړاو يې له دواړو خواوو څلور – څلور کسان نيول شوي دي.

د زابلي په وينا، امنیتي منسوبینو د پېښې ځای ته ځان رسولی، د وژل شوي کس جسد يې خپلې کورنۍ ته سپارلی او د قتل د اصلي عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

دره‌نور د ننګرهار يوه غرنۍ ولسوالي ده چې ډېری خلک يې د ځان‌ساتنې لپاره په کورونو کې وسلې ساتي او وخت ناوخت په کې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.