جلالاباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالي کې د دوه کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال د دغه ولايت د درهنور ولسوالۍ په شيمول سيمه کې د حبيبالله او ملک مستعلي کورنيو د غړو ترمنځ شخړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د شخړې پر مهال د ملک مستعلي کورنۍ له خوا د حبيبالله زوی په ډزو وژل شوی دی.
دی وايي، اصلي قاتلين له سيمې تښتېدلي خو په تړاو يې له دواړو خواوو څلور – څلور کسان نيول شوي دي.
د زابلي په وينا، امنیتي منسوبینو د پېښې ځای ته ځان رسولی، د وژل شوي کس جسد يې خپلې کورنۍ ته سپارلی او د قتل د اصلي عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
درهنور د ننګرهار يوه غرنۍ ولسوالي ده چې ډېری خلک يې د ځانساتنې لپاره په کورونو کې وسلې ساتي او وخت ناوخت په کې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن