ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په تخته‌پل ولسوالۍ کې د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار په تخته‌پل ولسوالۍ کې د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
11 Jul 2024 - 15:17
د کندهار په تخته‌پل ولسوالۍ کې د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
11 Jul 2024 - 15:17

کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په تخته‌پل ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې پیل شوې.

د کندهار د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه چک‌ډیم د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (یواېن‌ډي‌پي) په مالي لګښت د یادې ولسوالۍ په بیانزو ‎سیمه کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، دغه چک‌ډيم ۲۲۰ متره اوږدوالی، ۱۳ متره لوړوالی او د یو میلیون مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.

د هغه په خبره چې پر دغه پروژه ۵۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي او سلګونه کسانو ته به ورسره د کار زمینه برابره شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هم وویل، هڅه کوي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو چک‌ډیمونه جوړ کړي څو د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي.

د تخته‌پل ولسوالۍ د بیانزو سیمې یو اوسېدونکی عبدالله جان وایي، پخوا له دې سیمي ډېرو کورنیو د اوبو نشتون له امله کډه کړې خو چې د اوبو چک‌ډیم ورته جوړېږي تمه لري چې د اوبو ستونزه به حل شي.

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالخالق وایي، دوی له ډېره وخته په خپله سیمه کې د اوبو د بندونو او چک‌ډیمونو جوړولو غوښتنه کړې، اوس چې د چک‌ډیم جوړولو کار پيل شوی، ورته خوشحال دي.

د تخته‌پل ولسوالۍ د بیانزو سیمه چې له کندهار ښاره ۱۱۰ کیلومتره لرې پرته ده، اکثره اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د وچکالۍ له امله په دې سیمه کې کرنه او مالداري ډېره زیانمنه شوې او یو شمېر اوسېدونکي یې نورو سیمو ته کډه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.