محمودراقي (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د یونیسف د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د کاپیسا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د برنامو امر انجنیر لطیفالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو دوو پروژو کې دوه څاګانې، د ۵۰ او ۴۰ متر مکعب اوبو ځایولو په وړتیا د دوو ذخیرو جوړول، د اویاو سولري تختو نصبول، د دغو سولرونو د ساتنې لپاره د احاطوي دېوال جوړول، د ۱۸۵۲۱ مترو په اوږدوالي د پایپونو تمدید او ۳۱۲ شیردهنونو نصبول شامل دي.
هغه وویل، له دغو دوو شبکو به د تګاب ولسوالۍ د میانخېلو او د شینکۍ خانانو سیمو ۶۳۸ کورنۍ ګټه اخلي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو کار به په شپږو میاشتو کې بشپړ او ۷۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
هغه وویل، د دغو پروژو ټول لګښت څه باندې ۱۴ میلیون افغانۍ کېږي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یې ورکوي.
د راپورونو له مخې، له دې مخکې په دغه ولایت کې د روان کال په ترڅ کې د اوبو رسولو د اتو پروژو کار پیل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP