کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي سره په لیدنه کې هیله ښودلې څو د مالي او بانکي تحریمونو لرې کولو او د نشهیي توکو د بدیل کښت برخو کې لا ډېر پرمختګ وشي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا له لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دوحې د درېیمې ناستې او له دې ناستې وروسته د لازمو ګامونو اخیستو په اړه خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هیله ښودلې څو د مالي او بانکي تحریمونو لرې کولو او د نشهیي توکو د بدیل کښت برخه کې دې لا ډېر پرمختګ وشي.
اوتونبایوا په دې لیدنه کې ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د مطرح شوو مسایلو د تعقیب لپاره به له سرپرست حکومت سره کار ته دوام ورکوي.
هغې زیاته کړې چې د دوحې د درېیمې ناستې د موضوعاتو په اړه به په کابل کې له ډيپلوماتیکو استازو سره هم ناستې تر سره کړي.
د يادونې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د روان کال د چنګاښ مياشتې په ۱۰مه او ۱۱مه په قطر کې د ذبيحالله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي او د څه باندې ٣٠ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون تر سره شوه.
په دې ناسته کې د اقتصادي مسایلو، له نشهیي توکو سره د مبارزې، په افغانستان کې د مالي او بانکي سیسټم او له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP