ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازموینو ملي اداره: څه باندې ۷۵ زره کسان به د لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو موسسو ته جذب شي

د ازموینو ملي اداره: څه باندې ۷۵ زره کسان به د لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو موسسو ته جذب شي

author avatar
12 Jul 2024 - 16:47
د ازموینو ملي اداره: څه باندې ۷۵ زره کسان به د لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو موسسو ته جذب شي
author avatar
12 Jul 2024 - 16:47

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي چې سږ کال په دې ازموینه کې ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی او ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان به د لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو موسسو ته لار ومومي.

د ۱۴۰۳ کال د کانکور د وروستي پړاو ازموینه نن (جمعه، د چنګاښ ۲۲مه) پای ته ورسېده.

د ازموینې ملي ادارې مسوولین وایي چې د سږ کال کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شوه او دې ازموینه کې ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی و.

د هغوی په خبره، له دې ډلې به ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان د لوړو او نیمه‌لوړو زده‌کړو موسسو ته جذب شي.

د ازموینې ملي ادارې رییس مولوي عبدالباقي حقاني په یوه ناسته کې چې نن د کابل په پوهنتون کې تر سره شوه، وویل، اسلامي امارت ژمن دی څو د هېواد ځوانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه هغو ځوانانو ته په خطاب کې چې د سږني کانکور ازموینه کې بې نتیجې کېږي، وویل چې نا‌هیلي کېږي دي نه، د راتلونکي کانکور ازموینې لپاره دې هڅه وکړي څو د خپلې خوښې رشتې ته بریالي شي.

ورته وخت کې د سږ کال کانکور ازموینې ځيني ګډونوال د پوښتنو د شمېر کمېدو او د ډېرو تحصیلي فرصتونو رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

د کانکور د ازموینې یوه ګډونوال احمد مصدق په شفاف ډول د ازموینې له تر سره کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د کانکور د ازموینې لپاره ۱۶۰ سوالونه ډېر دي او باید کم شي.

دغه‌‌راز، د کانکور یوه بل ګډونوال محبت‌الله هم په کانکور کې د سوالونو د کمېدو غوښتنه وکړه او له حکومته غواړي چې ځوانانو ته دې لا ډېر تحصیلي فرصتونه برابر کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.