کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له مراکش سره ترسره کړي.
دغه سیالي په مراکش کې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او مراکش د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ یاده دوستانه لوبه د کابل پر وخت نن د شپې لس نیمې بجې ترسره شي.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ په روان ۲۰۲۴ کال کې کېدونکي نړۍوال جام ته د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
د یادونې ده، افغانستان خپله لومړۍ دوستانه لوبه مراکش ته بایللې ده.
Views: 7
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP