ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او میدان‌وردګو کې د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

هلمند او میدان‌وردګو کې د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
13 Jul 2024 - 17:58
هلمند او میدان‌وردګو کې د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
13 Jul 2024 - 17:58

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي چې په هلمند او میدان‌وردګو کې د څه باندې ۹،۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو سولري شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د واشير ولسوالۍ په فولاد کلي کې د څه باندې ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د خبرپاڼې په حواله، په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۳۷۱۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۷۹ شیردهنونو نښلول شامل دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د نوموړي کلي ۱۰۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

د یاد وزارت له لوري په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د میدان‌وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ په اخندخېلو کلي کې د څه باندې ۴،۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د اوبو د یوې ژورې څاه کيندل، د ۳۰ متر مکعب په وړتیا د یوې کانکریټي ذخیرې جوړول، د ۳۴۵۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۷۲ شیردهنونو نښلول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي ۲۲۳ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.