ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي کمېسیون: اړوند کمېټه دې د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر طرحه تخنیکي بحث وکړي

اقتصادي کمېسیون: اړوند کمېټه دې د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر طرحه تخنیکي بحث وکړي

author avatar
13 Jul 2024 - 18:15
اقتصادي کمېسیون: اړوند کمېټه دې د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر طرحه تخنیکي بحث وکړي
author avatar
13 Jul 2024 - 18:15

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او په کابل کې اقتصادي کمېسیون د یوه شرکت له خوا د سل میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ناسته ترسره شوه.

سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید وړاندې شوې طرحه تر بحث لاندې ونیول شوه.

خبرپاڼه کاږي، کمېسیون د یاد خصوصي شرکت په ګډون د بېلابېلو ادارو له استازو جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د دې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

د یادونې ده، ګلبهار پاور خصوصي شرکت به د دې طرحې له مخې لومړی ۱۰۰ میګاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولید کړي.

دغه راز، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې هم نوبتي غونډه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده غونډه کې بیا د ننګرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د ۴۰ – ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې پر طرحو خبرې وشوې.

سرچینه کاږي، یادې کمېټې د حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبللې او د منظورۍ لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته راجع کړې.

ورته مهال، په یاده غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په کابل او کندهار ولایتونو کې د معیاري مسلخونو جوړولو پر طرحه هم بحث وشو او ټاکلې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د طرحې له وړاندې‌کوونکي شرکت سره د تخنیکي مسایلو په اړه ناستې ترسره او خپل راپور دې کمېټې ته وړاندې کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.