ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوولس افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شول

یوولس افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شول

author avatar
13 Jul 2024 - 15:37
یوولس افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شول
author avatar
13 Jul 2024 - 15:37

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه د یوه ماشوم په ګډون یوولس افغانان خوشي او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (شنبه، د چنګاښ ۲۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ننګرهار د کډوالۍ چارو ریاست د تورخم سرحدي امریت د راپور له مخې، یو افغان ماشوم چې دوه کاله او شپږ میاشتې د پاکستان په زندان کې بندي و، له خوشي کېدو وروسته د کډوالۍ چارو اتشې له لوري د تورخم پر فرضي کرښه خپل مور او پلار ته وسپارل شو.»

سرچینې زیاته کړې: «د ماشوم مور او پلار د خپل زوی په خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زوی نامعلومه برخلیک یې د کډوالۍ چارو مسوولینو له لوري حل شوی او هغوی د دغه ماشوم له حقونو څخه دفاع کړې چې د نه‌ستړې کېدونکو هلوځلو څخه یې ستاینه کوو.»

یاد وزارت د یوې بلې اعلامیې په خپرولو لیکلي، لس نور افغانان چې د کډوالۍ قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان په زندان کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.

سرچینې لیکلي، یاد کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله دوه کاله او شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو چې له خوشي کېدو وروسته د انټرپول پولیسو له لوري د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) ته معرفي شول.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.