ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

author avatar
13 Jul 2024 - 17:36
د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی
author avatar
13 Jul 2024 - 17:36

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (شنبه د چنګاښ ۲۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې نن او سبا (د چنګاښ ۲۴مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی  او میدان‌وردګ ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د احتمال وړاندوینه شوې ده.

د سرچینې په وینا، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېدیځ، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.