کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتماله خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (شنبه د چنګاښ ۲۳مه) پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې نن او سبا (د چنګاښ ۲۴مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی او میدانوردګ ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د احتمال وړاندوینه شوې ده.
د سرچینې په وینا، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېدیځ، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.
Views: 27
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP