ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یو لیک په لاسلیکولو سره له ا.ا څخه بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه

د یو لیک په لاسلیکولو سره له ا.ا څخه بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه

author avatar
13 Jul 2024 - 15:27
د یو لیک په لاسلیکولو سره له ا.ا څخه بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه
author avatar
13 Jul 2024 - 15:27

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان وایي، نږدې ۳۵۵ زره کسانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو ا.ا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان دفتر د جزئیاتو له ورکولو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۳۵۴ زره او ۸۴۷ کسانو یاد لیک لاسلیک کړی دی.

سرچنې لیکلي: «لکه څنګه چې د بشري حقونو ناوړه وضعیت دوام لري، موږ باید په افغانستان کې د حساب ورکونې او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو.»

تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې په وار وار د ځینو نړۍوالو بنسټونو د دې ډول څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي وو، هغه هېوادونه او يا کړۍ چې د غرب له فرهنګه متاثره دي، فکر کوي چې افغانستان هم بايد د غرب غوندې قوانين ولري او یا حقوقو ته له هغه تعبیره وګوري چې دوی يې تعریفوي، چې داسې نه ده.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.