ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د فوټسال سیالۍ پای ‌ته ورسېدې

هلمند کې د فوټسال سیالۍ پای ‌ته ورسېدې

author avatar
13 Jul 2024 - 15:45
هلمند کې د فوټسال سیالۍ پای ‌ته ورسېدې
author avatar
13 Jul 2024 - 15:45

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ‌ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای مراسمو کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، د فولاد جام په نوم د فوټسال سیالۍ څه موده مخکې پیل شوې وې چي لسو لوبډلو ګډون په کې کړی و.

نوموړي وویل چې یادې سیالۍ د یوه ملي سوداګر په مالي لګښت جوړې شوې وې.

راشد له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې ورزشکاران وستایي څو ځوانان تشویق او د ورزش په برخه کې ځانګړې لاسته‌راوړنې ولري.

دغه راز، د فوټسال کمېټې مسوول صدیق‌الله صدیقي پژواک ته وویل، یاد ټورنمنټ چې یوه میاشت یې دوام وکړ، سباوون هاشمي او قیس غني لوبډلې وتوانېدې پایلوبې ته ووځي چې قیس غني لوبډلې د ۶/۲ ګولونو سباوون هاشمي لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ.

یو شمېر ورزشکارانو دغه سیالۍ ګټورې وبللې او له نورو ځوانانو یې غوښتنه وکړه چې د نورو کارونو ترڅنګ ورزش هم وکړي.

د یادو سیالیو یوه ګډون‌وال عبدالقیوم وویل، د ورزش له امریته مننه کوي چې د دوی لپاره یې دغو سیالیو ته زمینه برابره کړې وه، غوښتنه مو دا ده چې نور ځوانان هم ورزش ته مخه کړي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.