Language

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان ټپيان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند روضې‌کوتل ته څېرمه یوه باروړونکي له یوه مسافروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

هغه وویل، دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

سرحدي دغه‌راز وایي چې د اندړو ولسوالۍ په ګارو کلي کې هم دوو موټرسایکلونو ټکر کړی دیږ

هغه زیاته کړه، دغه پېښه کې دوه کسان چې د یادو موټرسایکلونو چلوونکي دي، ټپیان شوي ده.