ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۴۵ لوبغاړو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې

غزني کې ۴۵ لوبغاړو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني ورزشي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د غوره لوبغاړو د غوراوي په موخه د ۴۵ لوبغاړو ترمنځ د کراټي سیالۍ ترسره شوې.

د غزني ولایت د بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د غزني ښار په جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

هغه وویل، په یادو سیالو کې د غزني له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه ۴۵ لوبغاړو ګډون کړی و.

د هغه په خبره، د دغو سیالیو څخه یې موخه د دغه ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل و چې له ډلي یې د یادو سیالیو په پای کې ۱۷ لوبغاړي د غزني منتخبي لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سیالیو یو لوبغاړی عبدالعلي وایي،  ورزش اداره دې د دې زمینه ورته برابره کړي چې له هېواده بهر د سیالیو لپاره ولاړ شي.

 د یادونې ده چې د سیالیو په پای کې ګټونکو ته مډالونه او د اتلولۍ جایزې ورکړل شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.