غزنيښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): په غزني کې د دغه ولایت، میدانوردګو، بامیان او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت ورزشي امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سيالۍ د غزني فوټسال فدراسيون او ورزشي امريت په همکارۍ او د جوانان راډيو په مالي مرسته ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، په لومړۍ لوبه کې د غزني دیار سنایي فوټسال لوبډلې د دایکنډي نیلي ښار لوبډلې ته څلور پر درې ماته ورکړه.
د هغه په خبره، په دویمه لوبه کې د میدانوردګو امید وطن بیا د بامیانو المهدي لوبډلې ته اووه د پنځو پر وړاندې ماته ورکړه.
د نوموړي په خبره، فاینل ته د وردګو امید وطن او د غزني دیار سنایي لوبډلو لار پیدا کړه چې امید وطن لوبډلې دیار سنايي لوبډلې ته په ماتې ورکولو د یادو سیالیو اتلولي وګټله.
دغه راز، د دیار سنایې لوبډلې یوه لوبغاړي فیضمحمد پژواک ته وویل، دغه ډول سیالۍ د ورزشکارانو لپاره ډېرې مهمې وي، هم یې تجربه ډېریږي او هم د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کېږي.
د یادونې ده، د یادو سیالیو په پای کې اتلې لوبدلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP