ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي

بلخ کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي

author avatar
14 Jul 2024 - 12:20
بلخ کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي
author avatar
14 Jul 2024 - 12:20

مزارشریف (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي چې د تېر کال پر پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د دغه ولایت په دولت‌اباد، شولګره، چمتال، چهاربولک، بلخ، نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو کې پر ۲۵۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي وو.

عظیمي زیاتوي چې سږ کال د دغه بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا تر پخوا ډېره شوې او د رارسېدلو ارقامو له مخې، په یادو ولسوالیو کې د لمرګلي د کښت ساحه څه باندې ۵۰۰ هکټاره ځمکې ته رسېږي.

نوموړی یې د ډېر کښت لامل د کوکنارو پر کرلو بندیز بولي.

بلخوا، په بلخ کې د لمرګلي کروندګر د دغه بوټي له حاصلاتو خوښ دي خو د بازار نشتوالي اندېښمن کړي دي.

د بلخ ولسوالۍ یو کروندګر تقي‌الله که څه هم د دغه بوټي له حاصلاتو خوښ دی خو اندېښنه څرګندوي چې بازار به ورته پیدا نه شي.

هغه له حکومت او سوداګرو غواړي چې د دوی محصولاتو ته بهرنی بازار پیدا کړي.

سلام‌بای یو بل کروندګر هم وایي، که حکومت د کروندګرو ملاتړ وکړي، کولای شي د لمرګلي د زړو له اړخه د افغانستان اړتیا پوره کړي.

دغه راز، په بلخ کې د لمرګلي غوړیو د تولیدي شرکتونو مسوولین کروندګرو ته ډاډ ورکوي چې محصولاتو به یې په مناسبه بیه ترې وپېري.

د دغو کارخونو یوه مسوول محمدافضل وایي، چمتو دي څو د لمرګلي محصولات له کروندګرو وپېري؛ ځکه دوی له هغو غوړي تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي.

ورته مهال، یو شمېر ډاکټران د لمرګلي له غوړيو استفاده د یو شمېر ناروغیو مخنیوي برخه کې ګټور بولي.

ډاکټر باختر رضایي وایي، د لمرګلي له غوړیو استفاده کولای شي د وینې پر کلسټرول د انسان له اخته کېدو مخنیوي وکړي او پر دې سربېره د پوستکي د شفاف ساتلو برخه کې هم مرسته کوي.

د یادونې ده، له دې مخکې د لمرګلي زړي له عربستان، ایران، چین او سوډان څخه افغانستان ته واردېدل خو تمه ده چې له دې وروسته په دې برخه کې د هېواد اړتیا له داخله پوره شي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.