Language

د میدان‌وردګو په دایمیرداد کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): میدان‌وردګو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، سېلابونو تېره شپه د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سلګونه جریب ځمکو کرنیز محصولات له منځه وړي دي.

د میدان‌وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مشر فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد سېلابونه تېره شپه شاوخوا لس‌نیمې بجې راوتي او له «نېکه‌مرغه» ځاني زیان نه لري.

هغه زیاته کړه، سېلابونه د دایمیرداد ولسوالۍ اړوند احمدخېلو، اورمړ، ابراهيم‌زوی، بخشک، فېره، حاجکې، لښکري او ابدول په کلیو کې راوتلي چې د سلګونه جریب ځمکو کرنیز محصولات یې وړي او ډېرې میوه‌لرونکې او غیر میوه‌لرونکې ونې یې زیانمنې کړې دي.

جلالي زیاتوي: «سېلابونو د ابراهيم‌زوی کلي د روغتیایي کلینیک تقریبا ۵۰ متره دېوال نړولی او د اورمړ په کلي کې د امان‌الله په کور ډبره رالوېدلې چې د احاطې دېوال یې ړنګ شوی او د اشپزخانې ځینې وسایل یې تخریب شوي دي.»

د هغه په وینا، د یادو کليو ویالې او ډېرې لارې هم تخریب شوې دي.