ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تېر کال د څه باندې ۷۶ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي

ننګرهار کې تېر کال د څه باندې ۷۶ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي

author avatar
14 Jul 2024 - 16:31
ننګرهار کې تېر کال د څه باندې ۷۶ ميليون ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي
author avatar
14 Jul 2024 - 16:31

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار اقتصاد ريیس وايي، تېر کال په دغه ولایت کې د کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري د څه باندې ۷۶ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت رغنیزې پروژې پلې شوې دي.

د مسوولينو په وينا، په دغو پروژو کې د لارو، سړکونو، ويالو، کانالونو او د ښوونځيو او روغتونونو د ودانيو جوړولو تر څنګ نورې ټولګټې پروژې هم شاملې دي.

د ننګرهار ولایت د اقتصاد رييس مولوي عطاء‌الرحمن فاتح چې نن (د چنګاښ ۲۳مه) يې د دغه ولايت د رسنيو دفتر کې د خپل تېر يو کلن فعاليت په تړاو له خبريالانو سره معلومات شریکول، دا څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه، د اقتصاد ریاست له لوري په دغه ولایت کې د کورنيو او بهرنيو موسسو او حکومتي ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې چې له امله يې د پروژو د تطبیق چارې ګړندۍ شوې دي.

دی وايي، په دغه ولايت کې تېر کال د کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري د ۷۶ ميلیون، ۴۱۰ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو په مالي لګښت بېلابېلو برخو کې ۲۱۱ پروژې پيل شوې چې له جملې يې ۱۲۱ بشپړې شوې او د ۹۰ پروژو چارې روانې دي.

نوموړي وويل، تېر کال له ملي بودجې څخه په ننګرهار کې د ۳۰۲ ميليون افغانيو په مالي لګښت ۱۳ پروژې پلې شوې او سږ کال د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۵۴ پروژې وړانديز شوې چې له منظورېدو وروسته به يې چارې پيل شي.

د مولوي فاتح د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۱۵۷ موسسې فعاليت لري چې له ډلې يې ۴۷ بهرنۍ او ۱۱۰ داخلي دي او په دې وروستيو کې ۳۰ نورو کورنيو او بهرنيو موسسو تازه فعاليت پيل کړی چې دوی ټولو ته لازم سهولتونه رامنځته کړي دي.

هغه دا هم وويل: «موږ تېر کال د کورنيو او بهرنيو موسسو له کړنو او بېلابېلو پروژو څخه نظارت کړی چې د ښه فعاليت ستاينه شوې او نيمګړتیاوې په ګوته شوې او حل شوې، له موسساتو سره ښه روابط لرو او دوی ته د لا ښې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکوو.»

د اقتصاد رییس وويل، په بېلابېلو برخو کې يې د اړتياو پوره کولو په موخه ولايتي پروفايل د کتاب په بڼه ليکلی او له موسساتو سره يې شريک کړی، همدا راز يې د اړتياوو یوه طرحه جوړه کړې او مرکز ته یې د تطبيق په موخه لېږلې ده.

هغه زیاته کړه چې تېر کال په ننګرهار کې ۱۳زره او ۵۰۰ کسانو ته لنډمهاله او اوږدمهاله کاري او د مېرمنو په ګډون سلګونه کسانو ته د حرفوي زده‌کړو فرصتونه برابر شوي دي.

د ننګرهار اقتصاد رييس دغه راز وويل، بېرته راستنو شوو کورنيو ته يې په بېلابېلو برخو کې مرستې جلب کړې او له موسسو سره يې د چارو ښه والي او ستونزو حل په موخه غونډې او ناستې تر سره کړې دي.

د يادولو ده، تېره اونۍ د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د دولتي ادارو د فعاليتونو اونيز کنفرانسونه پيل شوي او دا لړۍ ادامه لري.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.