Language

روان کال دولتي ادارو کې د څه باندې ۱۲۰۰ ښځو په ګډون نږدې ۱۶ زره کسان پر دندو ګومارل شوي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ربع کې د ۱۲۲۱ ښځو په ګډون ۱۵ زره ۷۹۱ کسان په حکومتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ربع کې دغه وزارت توانېدلی چې هېوادوالو ته د کار ۲۲۴۲۷ قطعې جوازونه ووېشي او له دې لارې عواید راټول کړي.

سرچینې زیاته کړې، د ارقامو له مخې ۱۴۵۷۰ نارینه او ۱۲۲۱ ښځينه په امارتي ادارو، ۶۰۲۳ نارینه او ښځينه په خصوصي سکتور کې او همدارنګه ۶۱۳ کسه بهرني وګړي هم په بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکز په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم خلک کله ناکله له وزګارتیا شکایت کوي او ټینګار کوي چې حکومت باید ورته کاري زمینې برابرې کړي.