ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځدراڼ: کابل کې د داعش یو شمېر غړي نیول شوي

ځدراڼ: کابل کې د داعش یو شمېر غړي نیول شوي

author avatar
14 Jul 2024 - 11:36
ځدراڼ: کابل کې د داعش یو شمېر غړي نیول شوي
author avatar
14 Jul 2024 - 11:36

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د دې ډلې یو شمېر هغه غړي نیولي چې غوښتل یې د محرم مياشتې پر مراسمو بريدونه وکړي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه د المرصاد وېب‌پاڼې راپور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: «د استخباراتو لوی ریاست د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د داعشي فتنه‌ګرو پر يوه پټڼځای عمليات ترسره کړي، د هغوی د يوې مهمې شبکې يو شمېر غړي يې نيولي او له دغه پټنځایه يې زياته اندازه منفجره مواد، وسله او مهمات هم لاس ته راوړي دي.»

المرصاد لیکلي چې دغه عملیات د تېرې چهارشنبې په ورځ ترسره شوي او یادې شبکې غوښتل چې د محرم پر مراسمو بريدونه ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي: «ويل کېږي د دغه پټنځای مسؤول يو داسې افغان دی چې په يوه ګاونډي خارجي هېواد کې اوسېده، د داعش خراسان څانګې له لوري چې مرکز يې په بلوچستان کې دی، جذب شوی، لومړی يې يوه پاکستانۍ تبعه مېرمن په نکاح ورکړې او بيا یې له روزنې وروسته افغانستان ته را استولی دی.»

سرچينه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکي چې په نيول شوو کسانو کې د داعش ډلې هغه کس هم شامل دی چې څو مياشتې مخکې يې د کابل ښار په کوټه سنګي سيمه کې د اهل تشيع د سپرلیو پر یوه موټر بريد کړی و.

په راپور کې راغلي: «ويل کېږي له دې شبکې په پاکستان کې د ځينو مذهبي علماوو، مدرسو او حکومت مخالفو مطرح شخصيتونو او سیاستوالو يو لېست هم لاس ته راغلی چې داعشي فتنه‌ګر غواړي ترور يې کړي او په دوی کې ځيني ترور شوي هم دي، دغه راز په افغانستان او يو بل ګاونډي هېواد کې هم له دوی د ځينو اهدافو لېست ترلاسه شوی دی.»

Views: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.