ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې یو شمېر دیني عالمان: د عاشورا ماتم‌کوونکي دې د قمه‌وهنې پر ځای وینه ورکړي

بامیان کې یو شمېر دیني عالمان: د عاشورا ماتم‌کوونکي دې د قمه‌وهنې پر ځای وینه ورکړي

author avatar
15 Jul 2024 - 16:42
بامیان کې یو شمېر دیني عالمان: د عاشورا ماتم‌کوونکي دې د قمه‌وهنې پر ځای وینه ورکړي
author avatar
15 Jul 2024 - 16:42

بامیان (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): بامیان کې ځيني شعیه دیني عالمان وایي، د عاشورا ماتم‌کوونکي دې د قمه‌وهنې او وینو تویولو پر ځای – چې د اسلام له نظره ښه کار نه دی – روغتیایي مرکزونو ته ولاړ شي او هلته دې وینه ورکړي او د ناروغانو ژوند دې وژغوري.

د ایت‌الله محقق کابلي د تقلید مرجع ولایتي دفتر مسوول نعمت‌الله صادقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلام له نظره ځان او نورو ته زیان رسول غیرشرعي کار دی، له همدې امله ځان‌وهل چې د انسان د وینې تویېدو لامل کېږي هم حرام دي.

د هغه په خبره، د اسلام مقدس دین د مینې، ورورګلوۍ او مرستې دین دی، امام حسین قیام وکړ څو له مظلومانو د ظلم اعمال او تاوتریخوالی له منځه یوسي او په ټولنه کې انساني او بشري حقوق تامین شي.

د هغه په خبره، غوره دا ده چې حسیني ویرجن د ځان‌وهلو پر ځای – چې د وینې تویېدو لامل کېږي –  روغتیایي مرکزونو ته ولاړ شي او د وینې په ورکولو سره د ناروغانو ژوند وژغوري.

هغه وایي، له نورو سره مرسته، د یتیمانو د حقونو رعایت او د اړمنو ستونزو ته رسېدنه فوق‌العاده انساني عملونه دي او په اسلام کې هم پر دغو عملونو ډېر ټینګار شوی او حسیني پیروان دې دغو ته پام ولري، په اسلام کې زیان‌اړوونکې او تاوتریخجنې کړنې ځای نه لري، د امام حسین پیرویان دې په غیرشعوري ډول پر داسې کړنو لاس پورې نه‌کړي.

دغه‌راز، په بامیان کې یوه بل دیني عالم حجت‌الاسلام احمد صالحي د حسیني د قیام موخو ته په اشاره وویل، د عاشورا فلسفه له ټولنې د ظلم، فساد او منکراتو له منځه وړل دي.

د هغه په خبره، ویرکوونکي دې د عاشورا مکتب په پېژندو د هر ډول خرافاتو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه، هر ډول غیرشعوري او افراطي فعالیتونه خلک د حسیني قیام له موخو لرې کوي، ځان‌وهل چې دا په خپله قبیح او بدن ته د زیان رسولو عمل دی، د کربلا د شهیدانو د قیام له موخې سره هيڅکله نه شي یوځای کېدای.

هغه دغه‌راز وړاندیز وکړ، کوم خیراتونه چې د الله ج د رضا او د کربلا د شهیدانو په یاد کېږي، د دې پر ځای غوره دا ده چې هغه پیسې د ښوونځيو، کلینیکونو او پلونو جوړولو، تحصیل او له اړمنو سره د همکارۍ برخو کې مصرف شي او وینه د دې پر ځای چې بېځایه تویه شي، ښه ده ناروغانو ته ورکړل شي.

ورته مهال، ویرکوونکي وایي، دغه ټول کارونه د کربلا له شهیدانو سره د ډېرې لېوالتیا او مینې له امله دي.

د بامیان یو اوسېدونکی نادر وایي، ځان‌وهل د کربلا د شهیدانو له سالار امام حسین سره د خلکو د بې‌پایه مینې له امله دي، ویرکوونکي هر کال د الله ج د رضا او د کربلا د شهیدانو روح د خوښۍ په موخه خیراتونه کوي.

خو هغه زیاته کړه، ځیني وختونه خلک د ځان‌وهلو او وینې بهېدو له امله بې‌‌هوښه کېږي او لوېږي چې د خلکو او ننداره کوونکي په نظر ډېر خطرناک ښکاري.

هغه هم وایي، که دې وینې ته یو بل انسان اړتیا ولري او د هغه د ژغورلو لامل کېږي، ښه ده چې بې‌ځایه ونه بهېږي او اړمنو ته ورکړل شي.

دغه‌راز، یو بل ماتم‌کوونکی عبدالستار وایي، په دې وروستیو کې د عاشورا مراسمو کې ځان‌وهل کم شوي او ډېر یې لېوال نه دي.

د هغه په خبره، د وینې تویول او ځان‌وهل د نه پوهاوي له امله دي، که ځوانان یې له پایلو پوهاوی ولري او د علماوو له خوا د یو غیرشرعي عمل په توګه بیان شي، دغه کار به بیا نه کوي.

ورته مهال، د بامیان یو شمېر اوسېدونکو او دیني عالمانو وویل چې د عاشورا مراسمو پر مهال دې تر نیمو شپو له بېځایه او بې‌ګټې ګرځېدو او چیغو وهلو دې هم مخنیوی وشي؛ ځکه دغه کار د عمومي بې‌نظمیو او ناارمتیا لامل کېږي.

بلخوا، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي چې د جوماتونو او د حسیني ویرجنو د امنیت ساتنې په موخه جدي تدابیر په نظر کې نیول شوي او امنیتي ځواګونه به هيڅ ډول بې‌نظمیو او هغو فعالیتونو ته چې د ګډوډیو لامل کېږي، اجازه ور نه‌کړي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.