ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: موږ په امریکا کې خپل اختلافات د رایو په صندوقونو کې حل کوو

بایډن: موږ په امریکا کې خپل اختلافات د رایو په صندوقونو کې حل کوو

author avatar
15 Jul 2024 - 17:06
بایډن: موږ په امریکا کې خپل اختلافات د رایو په صندوقونو کې حل کوو
author avatar
15 Jul 2024 - 17:06

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وايي چې دوی خپل اختلافونه د رایو په صندوقونو کې حل کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپله وینا کې ویلي، له نېکه مرغه د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند ډونالد ټرمپ پټ ژور نه دی.

هغه زیاته کړې: «موږ په امریکا کې خپل اختلافات د رایو په صندوقونو کې حل کوو، اوس موږ دا کار کوو، د رایو په صندوق کې، نه په مرمۍ.»

نوموړي څرګنده کړه: «موږ نه شو کولای اجازه ورکړو چې دغه تاوتریخوالی عادي شي، ټول مسوولیت لرو چې دا کار ترسره کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې پر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (شنبه) په پنسلوانیا کې د وینا پر مهال ډزې وشوې او د دغه برید له امله یې د ښي غوږ پورتنۍ برخه ټپي شوې ده.

اېف‌بي‌ای اعلان کړی، هغه کس چې پر ټرمپ یې ډزې کړې، ۲۰ کلن متیو کروکس د پنسلوانیا په لوېدیځ کې د بتل پارک اوسېدونکی و.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.